اقتصاد

له اوو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر  دثور يوولسمه

  دهلمند ولايت دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو درياست له خوا ددغه ولايت دشهيدانو او ټپيانو له اوو کورنيو سره مرسته وشوه .

  دهلمند ولايت دشهيدانو معلولينوکار او ټولنيزو چارو  رييس محمد نادر  وطنوال باختر اژانس ته وويل  دهلمند ولايت دمقام له پريکړي  سره سم دوروستيو ځانمرګو او بمې بريدونو  له امله دهغوکورنيو له پاتي کسانو  چې د خپلي  کورنۍ غړي يي له لاسه ورکړي دي خوراکي توکي  وويشل شول .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په هرې کورنۍ  پنځوس کيلو وريجي  سل کيلو اوړه ، شل کيلو غوړي ، دوه کيلومالګه  ، دوه کيلو  چاي ، شل کيلو لوبيا او شل  کيلو  بوره وويشل شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته