سیاست

دسولې دعالي شورا رييس :دملي او جهادي شخصيتونو په ترور سره به دسولې بهير ته زيان ونه رسيږي .

کابل باختر د ثور  ٢٦

  دمشرانوجرګي درييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ دمشرانوجرګي په نننۍ غونډه کې دسناتور مولوى  محمد ارسلان رحماني دفاتحي مراسم د ارواښاد دزامنو اوخپلوانو ، دسولې دعالي شورا درييس اومرستيال  په ګډون پرځاى شول او دسنا مجلس  دغړو دژورې ډاډګيرنې  اوخواخوږۍ مراتب دوي ته څرګند شول .

  دمشرانوجرګي مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ په دې غونډه کې دسناتور خالقداد  بلاغي  له خوا دکلام الله مجيد څو مبارک ايتونه ولوستل شول او دارواښادپاک روح ته دعا وشوه .

 وروسته دسولې دعالي شورا رييس صلاح الدين رباني دهيواد دجيد عالم دشهادت دعاملينو دغندلو په ترڅ کې وويل دښمنان دي فکر

ونه کړي چې دملي شخصيتونو په ترور سره دسولې بهير  ښنډوي چې ددوي دغه فکر يوه تيروتنه ده .

  ده وويل  دسولې په عالي شورا د دردونکو  ګوزارونو له ترسره کيدو سره سره ډاډ ورکوم هغه کسان چې غواړي دغه بهير ګډوډ کړي خپلو ناوړو هدفونو ته به ونه رسيږي او دهر شهيد په ورکولو سره به دغه بهير په لازيات قوت سره تعقيب کړو .  دغه راز دسولې دعالي شورا لومړۍ مرستيال عبدالحکيم مجاهد  دشهيد رحماني دکورنۍ په استازيتوب   په داسي حال کې چې دمشرانوجرګي دهمدردي او غم شريکي  له امله يي قدردانۍ وکړه دجهاد اومبارزو په دوران کې دارواښاد دشخصيت په باب خبري وکړې اووي ويل چې مولوى رحماني په جهاد  او دعوت سربيره دهيواد په زرګونو تنو بچيانو دديني علومو  زده کړه وکړه او تل يي په تصميم نيولو کې ملي ګتي خپل  شعار ګرځاوه  چې مړينه يي يوه نه جبيره کيدونکي ضايعه  ده 

 وروسته سناتورانو دشهيد رحماني  ترور يوه سياسي انګيزه اودمشرانو  جرګي ته يې دنه زغم وړ وباله او دهغه دعلتونو او عواملو دروښانه کيدو  او دده دشهادت د پيښې  دتعقيبولو غوښتنه وکړه  او څرګنده يي کړه چې دکورنيو چارو وزير او دملي امنيت لوى رييس دي په يوه عمومي غونډه کې د قضيي اوپه دې اړوند دخپلو اجرااتو دڅرنګوالي په باب معلومات ورکړي  او ددفاعي مصوونيت او امتيازونو او دديني او فرهنګي چاروله کميسيونونو څخه يو مختلط کميسيون جوړ شي . او  دپيښې څرنګوالي او دهغي راتلونکي پرمختياوي دي له کشفي ځواکونوسره په اړيکه کې تعقيب کړ ي او دنتيجې په باب دي عمومي غونډې ته رپوټ وړاندې کړي .

 دغونډې په بله برخه کې سناتور خان محمد يار دبادغيس ولايت په ځينو سيموکې ديو لړ خپل منځي نښتو  په باب ددغه ولايت يو رپوټ وړاندې کړ او وي ويل چې ددغه ولايت الله يار قوم په خپل منځي  موضوع کې چې له زياتې مودې راپديخوا دوام لري تراوسه پوري له ښکيلو  لورو څخه پنځه ويشت تنه وژل شوي دي .

  ده  په دغه ولايت کې دقومي اوسيمه ئيزو جګړو ،  قحطي او قيمتي  ، نا امني بي وزلي  او دخلکو دوزرګارتيا  په باب هم  يو لړ تګان ورکوونکي رپوټونه وړاندي کړل اوزياته يي کړه چې ددغه ولايت په جويند ولسوالۍ کې  ديو من غنمو بيه څلور سوه افغانيو ته رسيدلي ده اوخلک دلوږي  له امله غرني واښه خوري او لازمه ده چې مسوولين دي  ددغي ولسوالۍ دمواصلاتي  لاري په پرانستلو  کې چې له پنځو کلونو راپديخوا دوسله والو طالبانو له خوا  تړلي ده او ددغه ولايت دخلکو  نوري ستونزې  وڅيړي اوحل يي کړي .

 دغه راز په غونډه کې دبادغيس ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې ديوځانمرګي بريد له امله  ددغه ولايت دولايتي شورا ديو غړى امان الله شهاب زي او داتو تنو نورو ملکي وګړو  دترور يادونه وشوه او غونډي دشهيد انو پاک روح  ته ددعا په کولو او ديو جلا پيغام په صادرولو سره دغه تروريستي عمل وغانده او دمشرانوجرګي د مصوونيت او امتيازونو کميسيون ته يي  دنده وسپارله چې له اړوندو مسوولينو سره په اړيکه کې دي په دي اړوند څيړنې وکړي .

 دغه راز دعامه سوکالي دکميسيون رييس ډاکتر احمد بشير صميم  او سناتورې طيبي   زاهدي دافغانستان ، ترکمنستان  ، پاکستان او هند ترمنځ دګاز دليږدوني دنل ليکي دغزولو دموافقه ليک په باب معلومات وړاندې کړل چې په نتيجه کې يي  دغه موافقه ليک دمجلس دغړو له خوا په يوه سريزه او يوولسو مادوکې تصديق شو چې عملي کار به يي په  ٢٠١٣ کال کي پيل شي او دغه راز په نننۍ غونډه کې دقضائيه قوي  دمحکمو دتشکيل او صلاحيتونو قانون چې دولسي جرګي له تصويب وروسته په نهو فصلونو او  ١١٠ مادوکې دمشرانوجرګي  ته رسيدلي دي .

 غوندې ته معرفي شو ا دتدقيق اومطالعي په مقصد دمشرانوجرګي  د تقنين ، عدلي او قضايي چارو کميسيون ته وسپارل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته