کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٧ :
د هېواد له ١٩کلنى څخه ښکته د کرکټ ټيم د سنګاپور ټيم ته ماتې ورکړه .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې لوبه کې چې د نړيوال جام سياليو ته د لارې موندنې په خاطر ترسره شوه، د سنګاپور د کرکټ ملي ټيم دوه نوي منډې جوړې کړې، خو د افغانستان د نولس کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم ټاکل شوى هدف په اوولسم آورکې پوره کړه او لوبه يې وګټله .
د هېواد د ١٩ کلنو ځوانانو د کرکټ ټيم مخکې له دې د ماليزيا ټيم ته هم ماتې ورکړې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ