سیاست

دبرقي حکومتوالۍ په اړوند دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو .

کابل باختر د ليندى  يوولسمه :
دجمهور رييس دفوق العاده استازي ددفتر په رهبرۍ او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ  وزارت په همکارۍ دادارو او  وزارتونو ترمنځ دتخنيکي همکاري په  موخه چې پخوا طرحه شوې وه نن دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ  ، کار ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو دوزارتونو او داحصايې دمرکزي ادارې ترمنځ دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک شو .
دجمهور رييس دفوق العاده استازي دفتر باختراژانس  ته خبرورکړ.
ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په مراسمو کې دجمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود وويل چې  دنورو وزارتونو او دولتي ادارو ته دمخابراتو وزارت له خوا دبرقي حکومتوالۍ  دسلاکارانو معرفي کول ، دبرقي  حکومتوالۍ دپراخ بنسټه کيدو او له اداري فساد سره دمبارزې په خاطر  زمينه برابروي .  ده وويل څرنګه چې دبرقي حکومتوالۍ  په برخه کې مثبت ګامونه اخستل کيږي دا په خپله په هېواد کې داصلاحاتو دبهير دپياوړتيا په لاره کې  يوه زمينه ده او داکار به په خپل وخت هېوادوالو ته دخدمتونو په وړاندې کولو او له اداري فساد سره په مبارزه کې له  بنسټونو او ادارو سره مرسته وکړي .
  دجمهور رييس  فوق العاده استازي وويل هيله ده په هغې موده کې چې دخلکو په خدمت کې يم ،وکولاى شم دافغانستان دملکي خدمتونو په اداره  کې دبدلون په برخه کې يولړ کارونه رامنځته کړو .
دکار او ټولنيزو چارو وزيرې ډاکترې نسرين اورياخيل  او جامي زاده ژمنه وکړه چې دمخابراتو وزارت له هغو سلاکارانو سره  چې دتخنيکي همکاري په خاطر هغوى ته معرفي شوي دي همکاري وکړي .
دوى دغه راز دبرقي حکومتوالۍ دپياوړتيا او دهېواد دادارې داصلاح په لاره کې ددغوسلاکارانو کار مهم وباله .
دغه راز دمخابراتو وزارت معين دکار او ټولنيزو چارو وزارت او د احصائيې مرکزي ادارې ته دسلاکارانو له معرفي کولو وروسته وويل دغه سلاکاران به په هغه تخصص سره چې لري يې دافغانستان دادارې په خدمت کې واوسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته