کابل باخترد ثور دمياشتې ١٨ :
د آسيايي هيوادونو د فرهنګ د وزيرانو لومړۍ غونډه د ثور د مياشتې د اوولسمې نيټې په ماښام د آسيا د همکاريو د خبرو ټولنې د فرهنګ د وزيرانو د غونډو ترعنوان لاندې د ايران د جمهور رييس ډاکتر محموداحمدي نژاد په ويناسره د ايران د اسلامي جمهوريت دجمهوري رياست په دفترکې جوړه شوه.
په دې ويناکي د ايران داسلامي جمهوريت جمهوررييس، د آسيا وچه د انساني فرهنګونو مرکز وباله او د آسيا د ملتونو ترمنځ يې په ټولو فرهنکي برخوکې په تفاهم باندې ټينګاروکړ.
د آسيايي هيوادونو د فرهنګ د وزيرانو په نننۍ غونډه کې د افغانستان داسلامي جمهوريت د اطلاعاتواوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين په ګدون، دفرهنګ يوشمېر وزيرانو، د آسيايي فرهنګونو او تمدنونو په باره کې دخپلو خبرو په ترڅ کې د اصلي فرهنګ او تمدن د توليد او دبيلابيلو فرهنګونو دليږدونې اواختلاط په کارکې په تير ٢٠٠٠ تاريخ کې د افغانستان د رول يادونه وکړه او دعطوفت او د زغم د روحيې او د هغه ارزښت چې د اسلام مبين دين انسان ته انساني کرامت ور کړى دى؛ يادونه وکړه او دنړۍ ټولوخلکو ته يې داسلامي رايو د حقيقت د لازيات معرفي کولو غوښتنه وکړه چې دمدني تعاليمو او وحي څخه سرچينه اخيستې ده .
ډاکتر رهين دخپلو خبرو په پاى کې د غزني د ارزښت او د فرهنګ د لوړولو او ليږدونې په کارکې د هغه د رول يادونه وکړه اوپه غونډه کې حاضرو وزيرانو ته يې بلنه ورکړه چې د ٢٠١٣ ميلادي کال د نوامبر په مياشت کې دې په کابل اوغزني کې د اسلامي فرهنګ د پايتخت په توګه دغزني د نمانځنې په وروستۍ غونډه کې ګډون وکړي .
1 1 دقیقه لوستل