دجلال آباد ښار باختردزمري دمياشتې ٦ مه :
نهه تنه دبيلابيلو جنايي پيښو په تور په ننګرهارولايت کې ونيول شول
دغه کسان د٢٤ساعتو په بهيرکې دپوځيانو دپلټې اودخاصوعملياتوپه بهير کې د ننګرهار ولايت له شاوخوا سيمو څخه د پوځيانو په په عملياتو کې له خوا ونيول شول.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍوياند حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته وويل ؛ په دغو نيول شويو کسانو د وژنې ،غلا ،دنشه يي توکو دقاچاقو او دانسان تښتونې تور لګول شوى دى.
ده وويل دغه کسان دپوځيانو دپلټنې او د خاصو عملياتو په بهيرکې د دغه ختيځ ولايت له بيلابيلو سيمو څخه نيول شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ