کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٢ :
دبهرنيوچارو وزارت قونسلي دفترنن دحامدکرزي په نړيوال هوايي ډګرکې پرانستل شو.
د حامدکرزي له نړيوال هوايي ډګرڅخه د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې:
دبهرنيو چارو وزارت معين د دغه دفتر د جوړولو هدف بهرنيو اتباعو او پانګه والو ته د ويزې په صادرولوکې د آسانتيا برابرول وبلل.
د يادونې وړ ده چې دغه دفترکولاى شي هغو بهرنيو اتباعو او پانګه والو ته چې افغانستان ته سفرکوي؛ شپږ مياشتنۍ، يوکلنې او درې کلنې ويزې صادرې کړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ