ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې څلور تنه ټپيان شول.

کابل –باختر د مرغومې دمياشتې ٢٧
د تالقانو – کندز په لويه لاره کې نن ديوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ټپيان شول.دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتو مسوول عبدالخليل اسير باختر آژانس ته وويل دغه پيښه دتالقانو کندز دلويې لارې دتالقانو ښار د دويمې امنيتي حوزې دچشمه شير په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دوو باروړونکو موتړونو ټکر وکړ او له امله يې څلور تنه ټپيان شول.
اسير زياته کړه: دپيښې ټپيان ډير ژر دتالقانو مرکزي روغتون ته وليږدول شول او د روغتون مسوولينو د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
خبرځاى زياته کړه ددغې پيښې علت دوسايطو د چلوونکو ګړنديتوب او بې احتياطي بلل شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته