کابل باختر دتلي يوولسمه :
د لوګر ولايت د ښوونځيو کابو څلور سوه تنو استادانوته دظرفيت د لوړولو ورکشاپ جوړ شو .
د لوګر ولايت د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه ورکشاپ دښوونکو د روزنې او د ظرفيت د لوړولو د لوى رياست له خوا د دولسو ورځو لپاره جوړ شوى دى .
عرب زياته کړه چې په دې ورکشاپ کې د لوګر ولايت د مرکز او د محمد آغې ، خوشي، او دبره کي برک د ولسواليو د ښوونځيو کابو څلور سوه پنځه نوي تنو ښوونکو ګډون کړى دى او په ټاکلې موده کې د لوست ورکولو د نويو ميتودونو، ښې څيړنې په ښه توګه د لوست ورکولو او د درسي پلانونو په باب هغوى ته لوست ورکول کيږي .
دا په داسې حال کې ده چې پخوا هم څلور سوه تنو نورو ښوونکو ته دغه شان ورکشاپ جوړ شوى و .
0 1 دقیقه لوستل