خبرونهټولنه

په نیمروز کې د ورېښمو پل پرانیستل شو

کابل، د چنګاښ ۲۸ مه، باختر
د ورېښمو پل چې د افغانستان او ایران په پوله کې په نیمروز ولایت کې موقعیت لري پرون پرانیستل شو.
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي حبیب الله الهام د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دا پل د دوی د هلو ځلو په پایله کې د ټرانزیټ او مسافرو پر مخ پرانیستل شو.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان او ایران ترمنځ دغه سرحدي پل په نیمروز ولایت کې له ایراني مقاماتو سره د اسلامي امارت د پلاوي له کتنې وروسته پرانیستل شوی دی.
په خبره یې، اوس د دغه پل په پرانیستلو سره د هېواد یو شمېر هغه افغانان چې نیت لري په قانوني توګه ایران ته لاړشي له دغې لارې کولای شي چې په قانوني ډول لاړ شي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته