سیاست

د کب د دريمې پاڅون په مناسبت د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجينير محمد خان د درناوي پيغام

کابل- باختر دکب دمياشتې ٢
۳۷کاله وړاندې د ۱۳۵۸ هـ ش د کب د میاشتې په دریمه د خپلواکۍ غوښتوونکومسلمانوهېواد والولخوا د شوروي نظامي تېري اود هغوی د ګوډاګي رژیم پر ضد په کابل ښارکې ملي پاڅون پیل کړ، د جمعې شپې له زړه نه د الله اکبر ښکېلاک ځپونکي شعارونو د کابل فضا ډکه کړې وه او د اشغالګرو د استکبار برم یې داسې ولړزاوه چې نور د دې باتور ملت پر وړاندې د مقاومت توان یې له لاسه ورکړی ؤ، د کابل ښار په ټولو برخو کې د تکبیر مقدسې انګازې وې او ورپسې د کابل د مجاهدو پېغلو او ځوانانو مظاهره راووتله.
زبون دښمن دومره وېرېدلی او ترهېدلی و چې د بې وسلې ښاریانو پر ضد یې ګڼ شمیرچورلکې پورته کړې او پرمظاهره چیانو يې ‌ډزې پیل کړې، خو دا پاڅون تر لمرپرېوتو پورې د سلګونه شهیدانو له کاروان سره بدرګه کېده.
د هماغه پاڅون له برکته زمونږ سرلوړي ملت د نړۍ د مغرور زبرځواک جنګي ماشین مات کړ او دايې جوته کړه چې مومن ولسونه له الله جل جلاله نه پرته هېڅ فرعوني ځواک ته نه تسلیمېږي.
زه د هغې ورځې شهیدانو، ټپیانو، زندانیانو او ګډونوالو کورنیو ته د خپلو دعاګانو، ستاینو او تسلیتونو مراتب وړاندې کوم او له الله جل جلاله څخه هيله کوم چې د ټولو شهيدانو د وينو او قربانيو په برکت زمونږ هېواد تل آزاد او سرلوړي ولري
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته