سیاست

حامد کرزي د هېواد د خپلواکۍ اخیستلو د دري نویمې کلیزې په لمانځ غونډه کې ګډون وکړ

کابل   باختر د زمري  اته ويشتمه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي او نورو لوړ رتبه دولتي چارواکو په ګډون د هېواد د خپلواکۍ د دري نوییمې کلیزې د لمانځنې مراسم نن له غرمې مخکې د خپلواکۍ منار په وړاندې پر ځای شول.

په دې مراسمو کې د هېواد جمهور رئیس په داسې حال کې چې د ملي دفاع وزارت د سرپرست او لومړي مرستیال عنایت الله نظري لخوا یې ملتیا کېدله او د هېواد د ملي اردو سرتېري په منظمو لیکو کې د احترام په دود ولاړ وو، د خپلواکۍ د لارو د شهیدانو قربانیو ته د درناوي او لمانځلو لپاره د خپلواکۍ په منار د ګلو ګېډۍ کېښوده.

وروسته د بانډو ټیم لخوا د هېواد ملي سرود وغږول شو او د مراسمو برخه وال د افغانستان د خپلواکۍ د قهرمانانو او شهیدانو په یاد په احترام ودرېدل.

د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته، د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د خپلواکۍ د دري نوییمې کلیزې د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې وویل چې نن زموږ د خپلواکۍ جشن دی او د افغانستان د شهیدانو د عکسونو په لیدلو چې په مختلفو دورو کې یې قربانۍ او سرښندنې ورکړي دي، خوشحال یم.

جمهور رئیس له ټولو رسنیو وغوښتل چې د ملي او استقلال غوښتلو د روحیې د پیاوړي کولو لپاره د شاهانو، غازیانو، مجاهدینو او ملي او تاریخي شخصیتونو تصویرونه خپاره کړي.

حامد کرزي زیاته کړه چې د یادو شویو تصویرونو خپرول د هېواد له تاریخ نه د ځوانانو په خبرولو کې ډېر اهمیت لري.

په دې مراسمو کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد کریم خلیلی، یو شمېر وزیرانو او د ملي شورا غړیو، د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د اساسي قانون پر تطبیق باندې د څار کمیسیون مشر پوهاند ګل الرحمن قاضی، د سولې د عالي شورا رئیس صلاح الدین ربانی، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قوماندان او په کابل کې د دوستو هېوادونو سفیرانو او نماینده ګانو حضور کړی و.

د مراسمو په پای کې جمهور رئیس د هېواد د ملي او تاریخي شخصیتونو له تصویرونو څخه چې د مراسمو په ځای کې نندارې ته اېښودل شوي وو لیدنه او د هېواد د تاریخ په بېلا بېلو دورو کې یې د هغوی د شهامت او قربانیو نه په نېکۍ سره یادونه وکړه.

د خپلواکۍ د منار په سیمه کې د یما پاچا، طاهر فوشنجی، یعقوب لیث صفار، ابو مسلم خراسانی، امیر اسماعیل سامانی، شاه رخ میرزا، سلطان محمود غزنوی، سلطان غیاث الدین غوری، سلطان راضیه غوری، میرویس خان نیکه، شاه محمود خان هوتکی، احمدشاه بابای ابدالی، ملالۍ میوندۍ، علامه سیدجمال الدین افغان، غازي محمد ایوب خان، وزیر محمد اکبرخان، میربچه خان کوهدامنی، غازی محمد جانخان وردګ، غلام حیدر خان چرخی، سپهسالارعبدالوکیل خان نورستانی، غازی میر مسجدی خان کوهستانی، نایب امین الله خان لوګری، غازی محمد اختر خان، غازی عثمان خان تګابی، ببرک خان ځدران، ملک داوود خان، غازی امیر امان الله خان، علامه محمود طرزی، فیض محمد کاتب هزاره، سپه سالار محمد نادرخان، بابای ملت اعلیحضرت محمدظاهرشاه، سردار محمد داوود خان، محمد هاشم میوندوال، محمد موسی شفیق، شهید محمد اسماعیل طارق، شهید بهاو الدین مجروح، شهید اخترمحمد ټولواک، قاری امیر عالم صمیم، شهید شفق، شهید معلم ذبیح الله، شهید صفی الله افضلی، ناهید شهید، شهید مولوی محمد نعیم اخندزاده، مولوی شفیع الله، شهید عبدالحی حقجو، شهید الحاج علاو الدین، شهید مشتاق، شهید انجینر فیض محمد منګل، شهید عبدالرحیم غفورزی، شهید تورن افغان،  شهید عبدالعلی مزاری، شهید قوماندان پناه، قهرمان ملی شهید احمدشاه مسعود، شهید عبدالحق، شهید حاجی عبدالقدیر، شهید میرویس صادق، ملا نقیب الله اخندزاده، شهید داکتر عبدالله لغمانی، شهید خان محمد خان مجاهد، شهید عبدالرحمن سیدخیلی، شهید جنرال داوود داوود، شهید احمد ولی خان کرزی، د سولې شهید استاد برهان الدین ربانی او شهید جنرال فضل احمد تصویرونه نندارې ته اېښودل شوي وو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته