ښوونه او روزنه

تحصيلي بورسونو ته د لارې موندنې آزموينه په کابل پوهنتون کې واخيستل شوه

کابل/ د ليندۍ٣٠ مه/ باختر
د آزموينو ملي ادارې پرون د هندوستان د تحصيلي بورسونو آزموينه په کابل پوهنتون کې ترسره کړه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په آزموينه کې له ټول هېواد څخه ٥ زره  ٣٧٧ تنو ګډون کړى و چې له دې جملې څخه يو زرو ٣٠٦ تنه د ليسانس دورې ته، ٣ زره ٥٣٢ تنه د ماسټرۍ دورې ته او ٥٣٩ تنه نور د ډاکټرۍ دورې ته د لارې موندنې په موخه ګډون کړى و.
ټاکل شوې ده له دغې آزموينې څخه ٢٥٠ تنه غوره څېرې د ليسانس دورې ته، ٦٠٠ تنه د ماسټرۍ دورې ته او ١٥٠ تنه نور د داکټرۍ دورې لپاره د هندوستان تحصيلي بورسونو په خاطر په کابل کې د هندوستان جمهوريت سفارت ته معرفي شي.
داکټر احمد سير مهجور د آزموينې په پيل کې وويل: دوست هېواد هندوستان هرکال ١٠٠٠ تحصيلي بورسونه د لوړو زد کړو وزارت په واک کې ورکوي او د دغو بورسونو پړاوونه د دغه وزارت له لارې بشپړېږي.
د لوړو زده کړو په چاروکې د جمهوررييس سلاکار او د کابل پوهنتون رييس پوهنمل حميدالله فاروقي غوره مسلکي کادرونو ته د هېواد د اړتيا په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل: هغه ځوانان چې دغو بورسونو ته لاره مومي؛ د هېواد پانګې دي چې د ټولنې د اړتيا وړ علم او پوهنې په ترلاسه کولو سره هېواد ته سوکاله راتلونکى جوړوي.
دغه راز د آزموينو د ملي ادارې لوى رييس پوهاند عبدالقديرخموش هم شفافيت د دغې ادارې د کار اساس وباله او ډاډ يې ورکړ چې آزموينه شفافه ده او هر داوطلب به د هغو ځوابونو له مخې چې په خپله پارچه کې وړاندې کوي؛ نمرې ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده چې د آزموينې پايلې به تر راتلونکي يوې اوونۍ پورې اعلام شي.
ختم- ج-اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته