سیاست

ناروې او افغانستان د ډار اچوونکو پرخلاف د همغږې مبارزې په اړتيا ټينګار وکړ

کابل باختر دسلواغې ١٠ نيټه :
د هېواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن  د ناروې د شاهي هېواد  د دفاع له وزير فرانګ بک جنسن  سره وکتل.
د بهرنيو چارو  وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې نن د هېواد د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د بيارغاونې او د امنيت دتامينولو او په تېره بيا  د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموريت په چوکاټ کې د ناروې د ځواکونو د شمېر  د زياتوالي له امله   مننه او قدر داني وکړه .
وروسته د ناروي د دفاع وزير په افغانستان کې  د وروستيو وحشيانه بريدونو له امله خواشيني او ډاډګيرنه څرګنده کړه  او له تروريستانو سره يې د مبارزې په لاره کې د افغانستان د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو سرښِندنې او برياليتوبونه وستايل  .  پاى ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته