امنیت

دتاجکستان په جنوب کې دراکتي بريد له امله دوه تنه ووژل شول

دوشنبه  باختر دوږي  پنځمه :
  دخبري منابعو دخبرله مخې، دتاحکستان  دختلان دسيمې په فرخار  ناحيه کې دراکتي بريد له امله دوه تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول .
ديورواسيا  دخبري اژانس دخبرله مخې، دتاجکستان دولتي مقامات ددغې پيښې دعاملانو دپيژندني او دراکتي بريد دڅيړنې لپاره ديوه خبرله خپرولو  وروسته دغې سيمې لاړل .
دفرخار ناحيه هم دافغانستان له تخار ولايت سره پوله لري چې په وار وار سره دطالبانو دتروريستي ډلې له خوا بريد شوى دى .
دداعش  دډلې تروريستي غړي په تيرو مياشتو کې له يو موټر څخه په استفادې سره په موټرسايکل  سپاره اووه تنه بهرنيان يې دتاجکستان دپايتخت دلويديځ په  ٩٠ کيلومتري  کې بريد وکړ چې ددغې پيښې له امله څلور امريکايي ، سويسي  ، فرانسوي او هالندي سيلانيان يې ووژل .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته