امنیت

دکندز ولايت دکليو د بيا جوړولو او پراختيا د رييس د تښتونې او ترور په اړوند د اتو تنو نيول کيدل

کابل باختر دليندي دويمه :
دکندز ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا د رييس د تښتونې او وژنې په اړوند اته تنه ونيول شول .
دبغلان ولايت دملي امنيت مامورين وايي چې نيول شويوکسانو د انجنير محمد شفيق علميار په تښتولو او وژلوکې لاس لري .
دکندز ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس انجنير محمد شفيق علميار پنځلس ورځې مخکې دکندز _ بغلان په لويه لاره کې د يوې ډلې وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شو او د بغلان ولايت امنيتي مامورينو د دولسو ورځو له تيريدو وروسته د تيرې پنجشنبې په ورځ د ده مړى ترلاسه کړ .
دبغلان ولايت دملي امنيت د رياست څارنوال ډګروال محمد ظاهر باخترآژانس ته وويل چې د دغې ادارې مامورينو د کندز ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا د رييس د تښتونې او ترور په اړوند اته تنه نيولي دي .
نيول شوي کسان د وسله والو طالبانو په ډلې پورې تړاو لري چې د انجنير علميار د تښتونې له وخت څخه د ده د ترور تر وخته پورې د شلو ورځو په بهيرکې دبغلان ولايت په بېلابېلو سيموکې د ملي امنيت د مامورينو ديو لړځانګړو عملياتو له امله نيول شوي دي .
وسله والو طالبانو دکندز  ولايت دکليو د بيا جوړولو او پراختيا د رييس انجنير علميار د تښتونې په بهيرکې د ده ورور چې د ده د سپرلۍ د موټر چلونه يې په غاړه لرله؛ ځاى پرځاى وواژه.
په همدې حال کې د بغلان ولايت امنيتي مامورين وايي چې وسله والوطالبانو لومړى ددغه سيمه ئيز چارواکى سرغوڅ کړ او وروسته يې پرې ډزې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته