کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٥
دبلخ ولايت دمزارشريف ختيځ ته څيرمه دحضرت عثمان (رض) د زلموري دښوونځي نوې ودانۍ نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
دبلخ ولايت دپوهنې رييس قيس مهرآيين باختر آژانس ته وويل :
ددغه ښوونځي ودانۍ د درې جريبه ځمکې په ساحه کې د درې سوه ډالرو په لګښت د آلمان هيواد د جي،آى، زيد دفتر په مرسته جوړه شوى ده.
مهرا آيين زياته کړه : دغه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونو کې
جوړه شوى ده چې شپاړلس درسي خونې ، ځينې ضروري ملحقات لري چې په دوو وختونو کې پنځه سوه تنه نجونې او هلکان زده کړه کوي .
ويل کيږي ددغه ښوونځي ودانۍ دپوهنې وزارت دتعليمي نصاب مرستيال
اسد الله محقق او دبلخ ولايت د دولتي ادارو درييسانو په ګډون پرانستل شوه.
0 1 دقیقه لوستل