کابل باختر د ليندى دريمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د شمال زون له یوشمېر مشرانو او د اجرائيه ریاست له سلاکارانو سره د هيواد دشمال دولايتونوپه ځانګړي ډول د سرپل ولایت په امنیتي وضعیت بحث وکړ.
داجراييه رياست دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د سرپل اوسېدونکو او د اجرائيه ریاست سلاکارانو د شمال د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې او د امنیت د ښه والې لپاره یې خپلې طرحې وړاندې کړې.
هغوی په سيمه ييزواداروتورولګاوه، چې له خلکو سره واټن لري، د هغوی ستونزې جدي نه نیسي، یوشمېر ادارې د ستونزو د تحلیل او مدیریت وړتیا نه لري او ځينې یې په سمتي او ګوندي ګټو پسې روان دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې ټولې دولتي ادارې په ټول افغان ملت پورې اړه لري او ترې شخصي، ګوندي او سمتي استفاده د منلو وړ نه ده.
اجرائيه رئیس وویل، چې سیمه ییزې ادارې تر جدي څار لاندې دي او ژر به د هغو ادارو د مسوولینو په اړه له سره فکر وشي، چې خلکو ته په خدماتو کې پاتې راغلي، امنیتي وضعیت یې خراب کړی او خلکو ته یې د اسانتياو پر ځای ستونزې را ولاړې کړي دي.