امنیت

طالبانو په خاص روزګان ولسوالۍ ډله یېز بریدونه کړي دي

ترینکوټ باختر د چنګاښ ۳۱ مه
د روزګان ولایت سیمه یېز چارواکې وايي،د دغه ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ
کې د طالبانو ډله یېز بریدونه په شاتمبول شوي دي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان ډګروال محمد معروف احمدزي نن باختر اژانس ته وویل وسله والوطالبانو تېره شپه شاخوا اته بجي  د خاص  روزګان ولسوالۍ پر یوشمېر امنیتي پوستو ډله یېز بریدونه وکړل خو د افغان ځواکونو له غاښ  ماتوونکي  ځواب  سره مخامخ شول.
سرچینه زیاتوي چې په دغو نښتو کې ۱۶ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو افغان ځواکونو ته زیان  نه  دی اوښتی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته