سیاست

تبصره

کابل باختر  د غويي لومړې
دايران اسلامي جمهوريت ته دجمهور رييس غني دسفر او ددغه هيواد له جګپوړو مقاماتوسره دده دليدنو کتنو نتيجې ددې څرګندوى دي چې دواړه هيوادونه له شتو فرصتونو او دقوي همکارۍ لپاره له انګيزې  څخه په استفادې سره ، دسيمه ئيزو ستونزو دحل کولو لپاره ګډ نظر لري .
دباختراژانس مبصر ليکي ،  دايران اسلامي جمهوريت ته دجمهور رييس غني وروستى سفر له يولړ برياليتوبونو سره يوځاى و چې کولاى شو ووايو چې ددغه سفر په ترسره کيدو سره ددواړو هيوادونو په اړيکو او مناسباتو کې نوى فصل پرانستل شو .
ددواړو هيوادونو دمشرانو څرګندونې ددې ښکارندوى دي چې دواړه هيوادونه په قوي ژمنو اوپه ګډ نظر سره له يوبل سره دهمکارۍ په لور ګام اخلي .
دغه ژمنه په داسې حال کې ترسره کيږي چې دهمکارۍ لپاره زيات  ظرفيتونه او فرصتونه شتون لري خو څومره چې دهمکارۍ لپاره فرصتونه شته له ځينو مسئلو څخه ددواړو هيوادونو دزيان مننې  زمينه هم لنډه  اومحدوده نه ده .
په لومړي ګام کې دواړه هيوادونه دهغو ناوړو پديدو له ګواښ سره چې له بنسټپالنې ، تروريزم ، نشه يي توکو او له ناوړو سيمه ئيزو سياليو څخه رامنځته کيږي مخامخ دي چې يوازې ديوبل تر څنګ دريدل ، همغږي  اوهمکارۍ کولاى شي دغه شان ګواښونه له منځه يوسي او په دغه هيواد کې مصوونيت ته پايښت ورکړي . لکه څنګه چې دايران داسلامي جمهوريت جمهور رييس ډاکتر حسن روحاني له جمهور رييس غني سره په خپلو خبرو کې له تروريزم سره دمبارزې په لاره کې  له افغانستان سره دخپل هيواد دهمکارۍ ډاډ ورکړ او دافغانستان امنيت يې دسيمې له امنيت سره اړوند وباله او ټينګار يې وکړ چې دواړه هيوادونه دې له خطرناکو بانډونو سره دمبارزې په برخه کې خپلې اطلاعاتي همکارۍ زياتې کړي .
دغه راز دايران جمهور رييس په بيلابيلو برخو کې له افغانستان سره دخپل هيواد داقتصادي او تجارتي همکاريو يادونه وکړه او ويې ويل چې ايران هلې ځلې کوي دچابهار بندر ترانزيتي تګلورى  له زاهدان سره  ونښلوي  دافغانستان  دمقاماتو اوخلکو له خوا دغه خبرې  دهرکلي وړ وګرځيدې او ټينګار وشو چې ايران او افغانستان ددغه شان همکاريو دپراختيا لپاره زيات فرصتونه لري .
دبهرنۍ  پانګونې لپاره په افغانستان کې ښه فرصتونه شته او ايران دجغرافيايي  نږديوالي او دمناسب فرهنګي او اقتصادي نږديوالي  په پام کې نيولو سره کولاى شي دمتقابلو ګټو په پام کې نيولو سره له دغو فرصتونو څخه استفاده وکړي .
داوسپنې  دپټلۍ  غځول  ، دافغانستان دحلقوي سړک دپروژې بشپړول  او دترانزيتي همکاريو پراختيا ايران ته ددې زمينه برابروي چې دافغانستان له تګلوري څخه منځني اسيا او چين ته لاره پيداکړي او افغانستان هم دايران له لارې دسمندر په لور خپله لاره پرانيزي . ايران  دمنځني اسيا په لور دافغانستان ترانزيتي  تګلوري ته ځانګړ ى نظر لري او افغانستان هم په خپل وار  دچابهار  بندر په لور ځانګړى نظر لري افغانستان په دې عقيده دى چې داقتصادي همکاريو په بستر کې دسياسي همکاريو لپاره  به زمنيه برابره شي ځکه سيمه ئيزه همکاري او همغږي دهغو ټولو ستونزو دحل کولو محور کيداي شي چې دسيمې هيوادونه ورسره مخامخ دي .
لکه څنګه چې جمهور رييس غني دايران له جمهور رييس  سره په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه: هلې ځلې کوي چې افغانستان دهمکاريو په مرکز بدل شي .
دغه راز ده ټينګار وکړ چې دافغانستان له خاورې څخه به دکوم هيوادپر خلاف استفاده ونه شي .
دسياسي کارپوهانو په باور دجمهور رييس غني دغه خبرې کيداي شي په بيلابيلو اړخونوکې تعبيراو تفسير شي .
جمهور رييس غني په دغو خبرو سره يوځل بيا افغانستان دسيمه ئيزو همکاريو محور وباله اوپه ډاګه يې کړه چې دغه هيواد دسياليو ډګر نه ،. بلکې  دسيمه ئيزو همکاريو لپاره ځاى او فرصت دى چې کيداي شي  په ښه توګه ددرک وړ وي .
سياسي کارپوهانو ايران ته دجمهور رييس غني سفر يوګټور سفر وباله چې ددواړو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزارتونواو دلوړو زده کړو وزارت او دايران دعلومو ، تحقيقاتو او فناوري  وزارت  ترمنځ  دعلمي همکاريو په برخه کې ددوو تفاهم ليکونو دلاس ليک  سبب شو .
دغه راز ايران ته دجمهور رييس غني دسفر په بهير کې په دغه هيواد کې دميشتو افغان مهاجرينو دمسئلې په باب  هم خبرې وشوې هغه مسئله چې کله ناکله سياسي بڼه ځانته غوره کوي  ، افزاري  کيږي  او افغانستان ته ستونزې پيداکوي په دې برخه کې هم تفاهم وشو چې په ايران کې دميشتو افغان مهاجرينو ثبتول او داستوګنې دمودې دوام ددغه تفاهم يوه برخه ده .
  سياسي کارپوهان دايراني مقاماتو دغه خبرې چې وايي باثباته افغانستان دايران په ګټه  دى ، ديوه واقعيت درک بولي او په دې ټکي  باندې ټينګار کوي چې دسيمې هيوادونه دې بايد په سيمه کې د اوسنيو حساسيتونو په پام کې نيولوسره همکارۍ ، همغږي اقتصادي سوکالي ، زغم او ديوبل منل دخپلو اړيکو محور وبولي اوګټه ورڅخه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته