فرهنګ

پوهاند محمد رسول باوري: د ژبپوهنې نړيوال بنسټ ازرښتناک فعاليتونه ترسره کړي دي

کابل باختر دوري اوومه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري نن د (ثمر) د ژبپوهنې د نړيوالې موسسې له رييس ديويد پيت سره وکتل .
د دغو خبرو محور د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د دغه بنسټ ترمنځ دوه اړخيزې همکارۍ وې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د کتنې په پيل کې د ثمر د ژبپوهنې د نړيوالې موسسې رييس خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه بنسټ  د ژبپوهنې په برخه په تېره بيا د افغانستان د ملي ژبو په برخه کې کار کوي او دغه کار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکاريو غوښتنه کوي .
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خبرې وکړې او ويې ويل چې د ثمر د ژبپوهنې نړيوال بنسټ په افغانستان کې ارزښتناک فعاليتونه ترسره کړي دي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري د ملي آرشيف د خطي آثارو د بريښنايي کولو په لاره کې د دغه پنسټ د همکاري غوښتنه وکړه او د دې ترڅنګ يې طرحه کړه چې دغه بنسټ کولى شي د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې د نمانځنې په برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته