امنیت

په نيمروز کې مقامات : ايران اوپاکستان دوروستيو ځانمرګو خونړيو بريدونو عاملين دي .

کابل باختر د زمري شپږ  ويشتمه

 په نيمروز ولايت کې له  خونړيو ترورستي بريدونو څخه  ټيک  يوه ورځ وروسته ددغه ولايت  سيمه ئيزو مقاماتو ايران او پاکستان ددغو وژنو اصلي عاملين وبلل .

  دسه شنبې په ور ځ  دنيمروز ولايت  په مرکززرنج ښار کې ديو لړ ځانمرګو ځنځيري بريدونو له امله  څه ناڅه يوسلو شلو تنو ته چې زياتره يې  غير پوځيان و  مرګ ژوبله واوښته .

  لومړي  دوو تنو  ځانمرګو بريدکوونکو ځان  د استيناف محکمې  پخواني ودانۍ  او  د تيلو يو دولتي ټانک ته ځيرمه  دملګي وګړو  ترمنځ وچاوه .

 او يو شمير کسان يې ووژل  او ټپيان يې کړل .

  خو ډيره خونړۍ پيښه  له دې وروسته  ددولتي روغتون دروازې  ته مخامخ  په هغه ځاى کې رامنځته شوه  چې امنيتي  مامورينو روغتيايي ټيمونو او خلکو د مړو او ټپيانو په ليږدونې لاس پورې کړ  .

  ويل کيږي  چې يوولس تنه  ځانمرګي بريدکوونکي  په ايران اوپاکستان کې  د ځينو ټولنو له خوا ددغو  بريدونو په ترسره کولو ګومارل شوي و خو  دنيمروز  سيمه ئيز مقامات وايي  چې اووه تنه  دغه يرغلګر يې  په بريدونو له لاس پورې کولو مخکي  وژلي  او نيولي يې دي .

  دنيمروز ولايت دپوليسو مسوول  موسي رسولي  له باختر اژانس سره په اړيکه کې وويل  هغه ځانمرګي  يرغلګر  چې په دغوبريدونو کې يې  ګډون درلود دايران او پاکستان  دهيوادونو اتباع و ،

 ده دايران او پاکستان  په استخباراتو کې  ځينې  کړۍ ددغو ترورستي ځنځيري بريدونو اصلي سازمان ورکوونکي وبلل 

 په همدې حال کې دنيمروز ولايت دملي امنيت يو خبرځاى وايي  چې له دوى څخه ترسره شوي  تحقيقات  ښيئ  چې  په دغو خونړيو بريدونوکې  دايران او پاکستان د ځينوکړيو  لاس شته .

  سره له دې چې  دترورستانو له خوا دغير پوځي کسانو  وژل  کومه نوى خبره نه ده  خو دغو خونړيو ځنځيري بريدونو  دافغانستان دخلکو او پارلمان ترمنځ  غبرګونونه  راپارولي دي .

  پرون  او له دغو بريدونو څخه يوه ورځ وروسته  دافغانستان پارلمان هم  ايران او پاکستان  دغه  خونړي بريد ته په سازمان ورکولو کې  ښکيل وبلل . او وي ويل  چې بايد  په کابل کې ددغو هيوادونو دسفارتونو له مقاماتو سره  په دې باب  د څرګندونو  غوښتنه وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته