سیاست

دامريکا دلوى درستيز انو دکميټې رييس افغانستان ته راغى .

کابل باختر د  زمري  ديرشمه

  دامريکا دلوى درستيزانو د کميټې رييس ددغه هيواد ديو جګپوړي  هيئت په مشري نن سهار افغانستان ته ورسيد .

 دباختر اژانس دخبر له مخې، دائتلاف دځواکونو خبرځايونو افغانستان ته دمارتين دميپسي  دسفر  خبر تاييد کړ

 دامريکا دلوى درسيزانو  دکميټې رييس په کابل کې داستوګنې په وخت کې له لوړ رتبه مقاماتو سره په کتنې برسيره په افغانستان کې  به دائتلاف ځواکونو له مسوولينو سره هم وګوري او دبګرام په هوايي ډګر کې به  له امريکايي ځواکونو سره وګوري ، دائتلاف  دځواکونو مسوولين وايي له افغان امنيتي ځواکونوسره همکاري او په پوځي قرارګاوو  کې په بهرنيو عسکرو دبريدونو زياتوالي له افغان مقاماتو سره به دمارتين دميپسي  دکتنو په اجندا کې  شامل وي .
 دغه جګپوړي امريکايي پوځي مقام به افغانستان ته له سفر وروسته له عراقي مقاماتو سره دکتنې په مقصد بغداد ته  لاړ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته