امنیت

دطالبانو يو سرګروپ په فراه کې ونيول شو

کابل / د مرغومي ٤مه / باختر :
د فراه پوليسو پرون په دې  ولايت کې  دوسله والو طالبانو يو سيمه ييز سرګروپ  ونيو.         د فراه د پوليسو وياند محب الله محب باختراژانس ته وويل :   دغه کس چې نوم يې نه دى اخيستل شوى  په دغه ولايت کې  دوسله والو طالبانو د لوى قوماندان ملافقير جګپوړى غړى دى  او هغه په  فراه کې زياتره تروريستي برېدونوته سازمان او ترسره  کول. ديادونې وړ ده  په وروستيو اوونيو کې  دفراه پوليسو دخلکو په همکارۍ  لس تروريستان  له دغه ښار څخه ونيول.
پاى   ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته