امنیت

په مزارشريف کې دالمان په قونسلګري دځانمرګي بمي چاودنې له امله څلور تنه شهيدان او په لسګونو تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر دلړم  يو ويشتمه :
دبلخ ولايت په مزارشريف ښار  دالمان په قونسلګري  دځانمرګي بمي بريد له امله څلور تنه ملکي وګړي شهيدان او درې ديرش تنه نور ټپيان شول .
يوه ځانمرګي بمي يرغلګر په چاوديدونکو توکو بار خپل موټر دتيرې شپې د يوولسو بجو په شاوخوا کې په مزارشريف  ښار کې دالمان دقونسلګري  ددروازې په وړاندې وچاوه .
دچاودنې سختوالى دومره زيات و چې دمزارشريف ښار زياتره ساحې يې ولړځولې او تر پنځه کيلومتري واټن  پورې د کورونو ښيښې يې ماټې کړې .
  له بلې خوا هم دالمان دقونسلګري  په شاوخوا کې څو دولتي تاسيسات  او کورونه په قسمي ډول ويجاړ شوي دي .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمرجنرال عبدالرزاق قادري دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې  ځانمرګي بمي بريد کې څلور تنه ملکي وګړي لارويان شهيدان او څه ناڅه درې ديرش تنه نور ټپيان شوي دي .
  ده وويل چې په دې پيښه کې ددغې قونسلګري څلور تنه ساتونکي او نهه ويشت تنه ملکي وګړي تپيان شوي دي .
قادري وويل چې په دې پيښه کې الماني ديپلوماتانو ته زيان نه دى اوښتى .
له بلې خوا هم په مزارشريف ښار کې يو روغتيايي مقام وايي چې له دغې پيښې څخه کابو اتيا تنه ټپيان او دوه مړي د مزارشريف ښار روغتونونو ته ليږدول شوي دي .
ده وويل په دې  پيښه کې دپنځو تنو  ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل  شوي دي
  ښحې او ماشومان هم ددغې پيښې په ټپيانو کې شامل بلل شوي دي .
زياتره کسان دپيښې په شاوخوا کې په خپلوکورونوکې دښيښو  دماتيدو له امله ټپيان شوي دي .
له دغې پيښې وروسته دناتو ځواکونوله ځمکې  او هوا څخه د پيښې ساحه کلابنده کړه  .
په مزارشريف ښار کې دالمان قونسلګري  دښار په مرکز کې او دوالي دفتر او نورو دولتي تاسيساتو او هم دخلکو کورونو ته څيرمه موقعيت لري   هغه ځاى چې دپوځيانو له خوا تر سختې څارنې لاندې ده .
په همدې حال کې ددغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخستى دى .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته