سیاست

فضل هادي مسلميار دځينو ولايتونو دولايتي شوراګانودښځينه غړو ستونزې واوريدې.

کابلباختردجوزا٢٨
دسنامجلس رئيس فضل هادي مسلميارنن دځينوولايتونودولايتى  شوراګانودښځينه غړو ستونزې اوغوښتنې وا وريدې.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې چې دخوست ،پکتيکا،پکتيا ،هلمند ،ننګرهار،زابل ،ارزګان اودلوګر دولايتي شوراګانو استازو برخه لرله دخپلو سيمه ييزو ستونزو د بيانولو په ترڅ کې ددغو شوراګانو غړو ته دساتوونکو دموظف کولو په باب دځينو ولايتونو دامنيه قوماندانانو له خوا د کورنيو چارو وزارت دحکمونو دنه تطبيق په باب شکايت وکړ او وي ويل، لا زمه ده چې مسولين دهغوى د امنيت په تا مينولو کې لازم تد بيرونه ونيسي.
دوى دغه راز دانتخاباتو دقانون اود ولايتي شوراګانو دقانون دتصويب درايي ورکولودنوم ليکنې دمرکزونودزياتوالي او په سرحدي سيمو ددينې مدرسودجوړولو په باب خپل پيشنهادونه وړا ندې کړل .
مسلمياردهغوى دنظريو په اوريدو سره دخلکو دستونزو په اوارولو کې د ولايتي شورا په رول اواغيزمنتوب باندې ټينګاروکړ او وي ويل، د ولايتي شوراګانو له رئيسانو سره په پروني مشورتي غونډه کې ټولې وړا ندې شوي غوښتنې اونظريې وليکل شوې او په دى اړوند به دمربوطومراجعو له لارې څيړنې وشي او زياته يې کړه چې دهيوادوالو او په تيره بيادخلکو د استازو د امنيت تامينول يوضروري کاردى چې په دې برخه کې به هم د کورنيو چارو وزارت له مقاماتو سره خبرې وکړي
دسنا مجلس رئيس دغه راز زياته کړه چې دمشرانو جرګه به د ولايتي شوراګانو په قانون کې د ولايتي شوراګانو په ګټه يو لړ تعديلونه تصويب کړي اودښځو حقوق به د انتخا باتو په قانون کې مسجل کړي .
په دې غونډه کې ځينې سناتوران اود مشرانو جرګې ددارالانشا لوى رئيس هم حاضرو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته