امنیت

په فارياب کې طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت

کابل / د زمري ٧ مه / باختر
پوځيانو په فارياب او جوزجان کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان د اوښتو خبر ورکړ.
هغوى وايي په تېرو ٢٤ساعتو کې د وسله والو طالبانو ډلې څه ناڅه سل غړي په دغو دوو ولايتونو کې ووژل شول او په لسګونو نورټپيان شول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ پردغو وسله والو طالبانو د غونډې پرمهال او يا کله چې په خپلو پټنځيو کې پرامنيتي ځواکونو د بريدونو په خاطر چمتو کېدل له ځمکې او هوا بريدونه وشول.
دهېواد په شمال کې د شاهين قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونو کې ٩٦ وسله وال طالبان ووژل شول او د دې ډلې په لسګونو نور غړي ټپيان شول.
دغه قول اردو وايي په وژل شويو طالبانو کې د دغې ډلې څو جګپوړي قوماندانان هم شامل دي.
وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته