امنیت

د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې لوا قوماندان د اجرائيه ریاست له لومړي مرستیال سره وکتل

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٢
د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې لوا قوماندان ملا عبدالرزاق ساپي د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجینیر محمدخان سره د هېواد د جنوب ختیځ د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
داجرايه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
ملا عبدالرزاق (ساپی)د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه د اجرائيه ریاست لومړي مرستيال ته معلومات ورکړل او زیاته يې کړه چې افغان ملي ځواکونه د هېواد د د فاع په لاره کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دی او په هر ډول حالاتو کې به د خپل ګران هېواد دفاع کوي.
ده د ملي ځواکونو په سمبالتیا ټینګار وکړ او زیاته يې کړه، ملي ځواکونه لا تر اوسه هغه ډول چې ښايي نه دي سمبال شوي او له همدې امله د ۱۳۹۴ کال تلفات هم د تېرو کلونو په پرتله زیات و.
د اجرائيه ریاست لومړي مرستیال د هېواد د امنیتي وضعیت په اړه له جاج اخیستو وروسته د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې لوا قوماندان ته د امنیتي وضعیت د لاښه والي په اړه لازمې مشورې او لارښوونې ورکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته