فرهنګ

ډاکتر کمال سادات: د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په هېوادکې د کتاب د وړاندې کولو د مرکزونو د ودې او پراختيا ملاتړ کوي

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٠ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات نن دکابل په دهبوريو کې د اکسوس له کتاب پلورنځي څخه ليدنه وکړه.
ډاکتر سادات ددغه کتاب پلورنځي له مسوولينو سره په غونډه کې په هېواد کې د کتابونو د پلورنځيو او مرکزونو د ودې او پراختيا په لاره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ملاتړ څرګند کړ.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکترکمال سادات په دې غونډه کې په هېوادکې د مطالعې د فرهنګ رواجول، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له کاري لومړيتوبونوڅخه وبلل او زياته يې کړه چې ځوانان بايد د خپلو کاري، تحصيلي او تعليمي مصروفيتونو ترڅنګ مطالعه هم وکړي، ځکه دکتاب مطالعه په هره برخه کې معلومات زياتوي .
ډاکتر کمال سادات وويل چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په هېواد اوبهرکې له ليکوالانو سره په اړيکه  کې دى چې زيات او ګټور کتابونه چاپ او د خلکو اوپه تېره بيا د ځوانانوپه واک کې يې ورکړي.
ډاکتر سادات زياته کړه: له دغې غونډې څخه زموږ هدف مطالعې ته دځوانانو هڅول دي.
د اکسوس د کتاب خپرولو او پلورنې د بورد غړي ناظم سمون په هېواد کې د چاپ په صنعت کې د پرمختګ يادونه وکړه او زياته يې کړه چې دتيرو کلونو په پرتله زيات ځوانان  د کتاب پيرودنې ته مراجعه کوي  .
ده داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې دکتاب دچاپولو د اوومه توکو د ګمرکي تعرفو په کمښت کې له ناشرانو سره مرسته وکړي .
ده دغه راز په افغانستان کې د کاپي رايټ دقانون نه رعايتول د کتاب پلورونکو د لارې پرسر له چلنجونو څخه وبلل اوپه دې برخه کې په هېواد کې  دقانون ماتونې  د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.
په دې غونډه کې يو ځوان الياس وردګ چې د کتاب د پيرودنې په مقصد دغه پلورنځي ته راغلى و، مطالعه (رڼا)، او نه مطالعه يې (تورتم) وباله او په هېواد  کې د مطالعې د فرهنګ پياوړتيا ته د پاملرنې او دهېواد په کچه دکتاب لوستلو ته دځوانانو دلاسرسي د زمينې د برابرولو  په خاطر  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له وزارت څخه قدرداني وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته