روغتیا

تبصره.

کابل – باختر دسلواغۍ اوومه :
په هيواد کې دميندو او ماشومانو دمړينې دشمير کمښت کيداى شي يو ښه خبر وي . خو په دغې ستونزې په بشپړه توګه بريالي کيدل پراخو پروګرامونو او جدي خوځښت ته اړتيا لري.
دباختر آژانس مبصر ليکى،افغانستان دلندمهال ادارې او دنوى نظام له جوړيدو مخکې دنړۍ په کچه دميندو او ماشومانو دمړينې ډير ستر شمير درلود.
کله چې په هيواد کې لنډمهاله اداره جوړه شوه په يو کال کې په سلو زرو زيږونونو کې يو زرو شپږ سوه تنه ميندې دزيږون په وخت کې لمنځه تلل خو نن ورځ دغه شمير درې سوه اووه ويشتو پيښوته کم شوى دى داکار د دې څرګندوى دى چې په تيرولسو کلونو کې دروغتيا سکتور د دولت دپاملرنې په مرکزکې ځاى لري او دميندو او ماشومانو دمړينې دمخنيوي په مقصد نيول شوي پروګرامونه له برياليتوب سره يو ځاى دي.
دميندو او ماشومانو دمړينې کمښت کيداى شي د  دقت او هڅونې  وړوي . خو په هيڅ صورت کافي نه دى ځکه لا تراوسه پورې هم په کال کې څه دپاڅه درې سوه تنه ښځې دژيږون په وخت کې له حتمي خطر سره مخامخې دي چې بايد سترګې پرې پټې نه کړو .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په خپلې پنځلس ورځنۍ وينا کې دميندو او ماشومانو کمښت او دميندو او ماشومانو ملاتړته دخپلو خبرو په محور کې ځاى ورکړ او ده په دې ترڅ کې چې دغه کمښت يې هڅونکې وباله خو څرګنده يې کړه چې داکافى نه دى موږ بايد هلې ځلې وکړو چې په دغه هيواد کې يوه مور اويو ماشوم هم د زيږندون په وخت کې ونه مري.
جمهور رييس دميندو او دنويو زيږيدلو ماشومانو دمړينې دمخنيوى لپاره څو ټکو ته اشاره وکړه ،داميدوارو ميندو دايمي روغتيايي څارنه ،دزيږون په وخت کې د نظافت رعايتول او په روغتيايي مرکزونو داميدوارو ښځو زيات لاس بري په دغو ټکو کې شامل دي .
حامد کرزي په داسې حال کې په هيواد کې د روغتيايي مرکزونو او دروغتيايي کارکوونکو دظرفيت دپراختيا خبرې کوي چې په اوس وخت کې په هيواد کې دلوړو طبى زده کړو دموسسو ترڅنګ د روغتيايي علومو لس انستيتونه فعاله دي او د نرس قابلو په روزنې لاس پورې کوي او تراوسه پورې درې زره پنځه سوه تنه له دغو مرکزونو څخه فارغ شوي دي او يو شمير هم په دغو مرکزونو کې تر روزنې لاندې دي ددغو موسسو فارغان زياتره د هيواد په هغو لرى پرتو سيمو کې چې دروغتيايي خدمتونو په تيره بيا ښځو او ماشومانو ته دخدمتونو دوړاندې کولو لپاره زياته اړتيا متصوره ده محتاج قشرته په خدمت بوخت دي په داسې حال کې چې له ١٣٨١ کال مخکې ددغه شان خدمتونو وړاندې کول په ډيره ټيته کچه کې و او ناروغانو او په تيره بيا اميدوارو ښځو په بدوي ډول او له ټولو روغتيايي معيارونو څخه لرى زيږونونه کول . دنظافت نه رعايتول ،د درملو او دروغتيايي کارکوونکو نشتوالى ،دلارې لرى والى او نورې ستونزې ددې سبب شوې وې چې افغانستان دنړۍ په کچه دمړينې ډيرلوړ شمير ولري خو له نيکه مرغه نن ورځ دغه شان نه دى دروغتيايي فعاليتونو پراختيا او د روغتيايي کارکوونکو ترمنځ دکارى ظرفيتونو پراختيا افغانستان له پروني حالت څخه ايستلى دى خو ستونزې په بنسټيز ډول نه دى حل شوي دچارو دکارپوهانو په باور په هيواد کې دميندو او دنويو زيږيدلو ماشومانو دمړينې دجدى کمښت په مقصد ددې ترڅنګ چې دروغتيايي مرکزونو او د ډول ډول پروګرامونو په پراختيا لاس پورې کوي دمدنى ټولنې فعالين او دينى عالمان دى بايد له بلوغ څخه مخکې دودونو دناوړه اغيزو ،دزيږونونو ترمنځ دواټن د رعايتولو، دروغتيايي واکسينونو داغيزمنتوب په ګډون مسلې او نورې مسلې له بيلابيلو لارو په ټولنه کې تبليغ کړي ځکه دهيواد په لرى پرتو سميو کې لاتراوسه پورې هم سيمه ييز دودونه او باورونه چې زياتره يې په ديني او ټولنيزو مسلو دنه پوهاوي او دخرافاتو زيږنده دى واکمن دى او داميدوارو ښځو او دنويو زيږيدلو ماشومانو په ګډون دانسانانو ژوند ګواښوى ددغه شان مسلو حل کول به له شک پرته په کال کې داميدوارو ښځو د مړينې درې سوه اووه ويشت پيښې بيخي کمې کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته