امنیت

اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختردوري دمياشتې ٢٥ :

افغان او ايتلاف  ځواکونو پرون دهيواد په ځينو ولايتونو کې دجلاجلاعملياتوپه بهيرکې ددولت  اته تنه وسله وال مخالفين ووژل  او نوولس تنه نوريي ونيول .

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.

دغه عمليات دننګرهار .، بدخشان ، کندهار ،.هلمند ، زابل اوپکتيادولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې اته تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او نوولس تنه نور يي ونيول شول.

دخبرځاى دڅرګندونوله مخې په دغو عملياتو کې يوه اندازه سپکي اودرندې وسلې  چې  څلور کلاشينکوفونه ، څلور توغندي ويشتوونکي ، يوه پيکا ، دتوغندي دوه ويشت ماينونه، درې ځانمرګي واسکټونه ، يوه مخابره اويوه تومانچه هم دافغان امنيتي ځواکونولاسته ورغلي ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته