فرهنګ

پوهنمل فراهي : د ګرځندوي صنعت داقتصاد په وده او دافغاني عالي فرهنګ په معرفي کولو کې رول لوبوي .

کابل باختر د غبرګولي ديرشمه

 داطلاعاتو او فرهنګ  وزارت مالي ، اداري اوګرځندوي معين پوهنمل نبي فراهي تيرماښام دقرغې بند په ساحه کې دقرغې دمانۍ  هوټل پرانست .

 دغه هوټل ديو تن ملي سوداګر له خوا ددوو مليونو امريکايي ډلرو په لګښت داسلامي کلاسيک له معمارۍ څخه په استفادې سره دشپږ زره پنځه سوه متره مربع ځمکې په ساحه کې جوړ شوى دى چې دغونډو اومجلسونو لپاره څلور سالونونه ، سمبالې خونې ، تفريحي ساحه او دوسايطو تم ځاى لري .

 دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، ددغه هوټل  دپرانستلو په مراسموکې چې دملي شورا يو شميرغړو ، دوزارتونو ځينو مسوولينو اويوشمير ملي سوداګرو ګډون کړي و ، پوهنمل نبي فراهي په هيوادکې دګرځندوى اوسياحت دصنعت دارزښت په باب  خبرې وکړې او ويې ويل، په اوسنۍ نړۍ کې ګرځندوى ديو هيواد لپاره ډيره ستره عايداتي سرچينه ده .

 پوهنمل فراهي څرګنده کړه: دگرځندوى صنعت نه يواځې زموږ دهيواد داقتصاد په وده کې رول لري بلکې دافغاني لوړ فرهنګ په معرفي کولو کې هم زياته اغيزه لري .

 ده ددغه هوتل پرانستل  په هيواد کې دګرځندوى په برخه کې دپانګې اچونې دودې لپاره دنورو ملي سوداګرو د هڅونې په خاطر يوه زمينه وبلله  اوڅرګنده يې کړه چې ملي سوداګر دې بايد دافغاني  اصيل فرهنګ دبډاينې او معرفي کولو  اوهم دهيواد داقتصاد دودې  لپاره په دغو برخو کې پانګونې وکړي .

 نبي فراهي زياته کړه: مساعدې اوبه اوهوا او خوندورخواړه او دافغانستان دخلکو ميلمه پالنه ددې سبب کيږي چې زموږ هيواد ته دسيلانيانو دپاملرنې جلبول  زور واخلي او دغه صنعت زيات  سمون پيداکړي .

 زموږ هيواد دکال په ټولوفصلونوکې دمساعدې اوبو او هوا په لرلو سره دسيلانيانو دجلب او جذب سبب کيږي  اوبايد په دې لاره کې هم دولت اوهم زموږ پانګه وال زياته پاملرنه وکړي .

 داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين دقرغې هوتل دپانګې اچونکي مرزاعلي ځدران ددغه اقدام له امله قدرداني وکړه اوويې ويل ،دده دغه اقدام دسوداګرو دزياتې پاملرنې  دجلب سبب کيږي  چې په دې لاره کې پانګه  واچوي .

 په دغو مراسمو کې مرزا علي ځدران هم خبرې وکړې او ويې ويل  داموږ يوچې خپل کور او هيوادابادوو او بايد دې ته سترګې په لاره ونه اوسو چې نور زموږ هيواد جوړ کړي .

 دغه راز ده له نورو ملي سوداګرو څخه وغوښتل چې ددغه هيواد دښکلى کولو لپاره دې له خپلې پانګي څخه استفاده وکړي او له هيوادڅخه دبهر پرځاى دې دافغانستان په دننه کې پانګه واچوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته