امنیت

دکونړ په ځنګلونو کې لګيدلى اور ووژل شو .

کابلباختردجوزا١٥
دکونړ ولايت دسرکاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو دپاکستان دسرحدي ځواکونو دراکټي بريدونو له ا مله شپږ هکتاره ځنګل سوځيدلى دى.
د کونړ ولايت د کرنې اواوبولګولو رياست چارواکو باخترا ژانس ته وويل چې دغه اور دروان کال دغبرګولي د مياشتې په لسمه نيټه ددغه ولايت دسرکاڼو ولسوالۍ په ځنګلونو کې ولګيد چې له ا مله يې شپږ هکتاره ځنګل اوڅړځاى له منځه تللي دي او له دريو ورځو وروسته لګيدلى اور د باران د اورښت اودسيمې د خلکو په مرسته ووژل شو .
دچارواکو دڅرګندونو له مخې، پخوا هم دسرحدي ځواکونو له خوا دراکټي بريدونو له ا مله دکونړ ولايت په مربوطاتو کې په لسګونو هکتاره ځنګلونه سوځيدلي دي او ددغه ولايت خلکو ته تاوانونه اوښتې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته