امنیت

دتګاب ولسوالۍ دسيمه ييزو پوليسو قوماندان شهيد شو.

کابلباختر دثور٢٥
وسله والو طالبانو نن د کاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ دسيمه ييزو پوليسو قوماندان شهيد کړ او درې تنه نور سيمه ييز پوليس يې ټپيان کړل.
دکاپيسا د والي ويندوى قيس قادري باختراژانس ته وويل، دسيمه ييزو پو ليسو قوماندان قنداغا چې دلنداخيلو په سيمه کې يې دپنځوسو تنو سيمه ييزو پوليسو رهبري په غاړه لرله دتګاب ولسوالۍ د لندا خيلو له سيمې څخه دستنيدو په وخت کې د جويبار په سا حه کې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخامخ شو او دغه قوماندان په متقابلو ډزو کې شهيد اودرې تنه نور پوليسان ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه چې ددغې پيښې ټپيان دتګاب ولسوالۍ روغتون ته ليږدول شوي او رو غتيايي حالت يې مخ په ښه والى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته