امنیت

په هلمند کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته

کابل/دلیندۍ۳۰مه/باختر
د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند عبدالقدیر بهادرزي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په نښته کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور یې ټپيان شوي دي.
ویل کېږي د تېرې شپې په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته