-کابل باختر د سلواغې نولسمه :
دهېواد په يوشمير ولايتونوکې دامنيتي او دفاعي ځواکونو په پرونيو عمليات کې يوشپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٩ تنه نور ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دغه ګډ تعارضي عمليات دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېوادپه بيلابيلو سيمو کې ترسره شوي دي .
دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو دغه ګډ عمليات د توپچي او هوايي قوتونوپه ملاتړ دننګرهار ، غزني ، لوګر ، پکتيا ، روزګان ، زابل ، هرات ،بادغيس ، فراه ، فارياب ، بغلان ، تخار ، جوزجان ، کندز ، نيمروز او هلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
ختم_ عطاالله _ اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ