۱۰۰ ورځې

دکورنيوچارو وزير په کابل کې د بهرنيو هېوادونو له يوشمېر سفيرانو سره په کتنه کې د انتخاباتو د امنيت د تامينولو د څرنګوالي په باب معلومات ورکړل

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٠ :
دکورنيو چارو وزيرنن په کابل کې د بهرنيو هيوادنو له يوشمېر سفيرانو سره وکتل  او د انتخاباتو د امنيت د تامينولو دڅرنګوالي په باب يې هغوى ته معلومات ورکړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دکورنيو چارو وزيرمحمدعمر داوودزي نن د اروپا اتحاديې، کاناډا، سويډن، هالند، بلجيم، ډنمارک او د ناروې له سفيرانوسره وکتل او د انتخاباتو د امنيت د تامينولو په باب يې دوى ته معلومات ورکړل.
دکورنيو چارو وزير په دې کتنه کې ټينګار وکړ چې ددغه بهير د امنيت تامينول  د پوليسو د دندو د لومړيتوبونو يوه برخه ده او پوليس په دې لاره کې جدي دي.
دغه راز دکورنيوچارو وزير په دې کتنه کې د پوليسوليکو ته د ښځو د جذبولو د څرنګوالي په باب خبرې وکړې او ويې ويل: دکورنيو چار وزارت ددغه پروګرام  د تحقق په مقصد زياتې اسانتياوې برابرې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته