نړۍ

په نايجريا کې دبوکوحرام دډلې په بريدونو کې د٢٨ تنو وژل کيدل

ابوجا ډان  باختر دوږي دمياشتې  ٧ :
دنايجريا په شمال کې  دبوکو حرام دډلې  دپوځي مليشو دبريدونوله امله  څه ناڅه  ٢٨ تنه ووژل شول.
باخترآژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ:
دبوکو حرام ډلې  په مارفونده کلي   په بريد سره  څلرويشت تنه ووژل .
دغه راز ويل کيږي  چې دغې  ډلې  دکافاپه نامه دکب نيوونکو په يوه کلي  يرغل وکړ او څلور تنه يې ووژل او سيند ته يې وغورځول.
دنايجريا دجمهوررئيس محمد بخاري دکار دپيل له وخت څخه تراوسه پورې  څه ناڅه زر تنه وژل شوي دي  .
دا په داسې حال کې ده  چې ياغي ډلو له شپږو کلونو را په دې خوا  څه ناڅه شل
زره تنه وژلي دي او کابو دوه مليونه تنه نور له خپلو کورونو اوټاټوبو څخه بيځايه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته