ټولنه

په پنجشير کې ديوه غره ديوې برخې دښوييدو له امله شل تنه ووژل شول.

کابل باختر دچنګاښ  ٢١
په پنجشير ولايت کې ديوه غره ديوې برخې دښوييدو له امله شل تنه ووژل شول.
   دتيرې شپې په نيمايي کې په پنجشير ولايت کې ديوه غره يوه برخه ددغه ولايت دخينج  ولسوالۍ په پيشغور کليووښوييده  او دخلکوکورونه يې لاندې کړل .
درارسيدلوخبرونوله مخې په دې  پيښه کې شل تنه وژل شوي دي .
داپه داسې حال کې ده  چې سيمه ئيز مقامات وايي چې په دې پيښه کې دسردزيان دشمير دزياتوالي احتمال شته .
کليوالي اوسيدونکوله دولتي کارګرانو سره يوځاى په دې پيښه کې دبند پاتي شويوکسانودژغورنې لپاره  هڅې پيل کړي دي خو مرستندوي بنسټونه تراوسه پورې ساحې ته نه دي تللي .
دپنجشير  دوالي مرستيال محمد امين صديقي  له مرستندويو بنسټونو څخه وغوښتل چې ددغه انساني ناټار له امله دسردزيان دلوړيدو دمخنيوي لپاره په کار لاس پورې کړي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته