سیاست

د ننګرهار په ديني مدرسو کې داعش ته تبليغ. // ولئ دحاجي ظاهر قدير ادعا جدي نه نيول کېږي ؟

 کابل باختر د  زمري اتلسمه :
د استازو  په مجلس کې د ننګرهار د خلکو استازى  ظاهر قدير وايي چې؛ د دغه ولايت په ديني مدرسو کې په ښکاره د داعش  لپاره تبليغ کېږي او حکومت هم په دې موضوع خبر دى خو هيڅ راز اقدام نه کوي .
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ننګرهار ولايت مرکز د جلال اباد ښار او د دغه ولايت ځينې نورې سيمې په وروستيو ورځو کې د زړه بوږ نونکو تروريستي پيښو ډګر دى چې د سر دروند زيان پکې اوښتى دى، په دغو ټولو پيښو کې داعش د مسووليت  ادعا کړې ده .
   ننګرهار د داعش يوه اصلي اډه بلل کېږي،  د استازو په مجلس کې د ننګرهار د خلکو استازى حاجي ظاهر قدير  وايي چې؛ داعشيان د دغه ولايت په ديني مدرسوکې تبليغاتي فعاليتونه لري او يولړ کړۍ په جلال اباد ښار کې د داعشيانو د بريدونو د عملي کولو زمينه برابروي .
د استازو د مجلس  دغه غړى چې په خپله په يوې پژيندل  شوې جهادي کورنۍ پورې اړه لري هغه کورنۍ  چې په ننګرهار ولايت کې د جهاد په رهبرۍ سربېره يې  د طالبانو پرخلاف  د مقاومت په دوران کې هم  رول  درلود .
  حاجي محمد ظاهر  قدير تل د بحث وړ  نظريې لري ،ده څو کاله مخکې په ننګرهار ولايت کې د داعش د سر پورته کولو خبر ورکړ او خبر دارى يې ورکړ که چېرې د ننګرهار  حالت ته پاملرنه ونه شي دغه ولايت نورو ولايتونو ته د ډار اچوونکو دتوليد په کارخانې بدلېږي .
هغه دوه درې کاله مخکې د ننګرهار په شينوارو کې د بهرنيو تروريستانو د شتون خبرورکړ چې له پاکستان څخه  د هغوى د رالېږدونې بهير په منظم ډول او له برابر شوي  پروګرام سره سم ترسره کېده .
حاجي محمد ظاهر قدير په هغه وخت کې د حکومت په دننه کې په يو لړ کړيو تور لګولى و چې؛ په اګاهانه ډول په ننګرهار کې په ناوړو انکشافاتو سترګې پټوي .
  ظاهر قدير  له قضايي او استخباراتي بنسټونو څخه غوښتي و چې له ده  څخه دې د ده د څرګندونو په باره کې تحقيق وکړي او دى له هغوى سره همکارۍ ته چمتو دى .
سره له دې چې دغه پخواني جهادي مشر د ننګرهار په نسبت خبر دارى ورکوونکې خبرې  لرلې خو د ده خبرې کمې اوريدلې شوې دي .
ځينو کسانو وويل چې؛ ظاهر قدير  د ځان د طرحه کولو لپاره ماجرا غوښتونکي  خبرې کولې خو يوشمېر کارپوهان وايي چې ظاهر قدير زياتې خبرې لري خو د حکومت په دستګاه کې  يا د هغو د اوريدو لپاره زغم شتون نه لري اويا خبرې يې جدي نه بلل کېږي.
خو اوس په ننګرهار کې حالت په داسې  ډول پرمخ تللى دى چې قدير څو کاله  مخکې هغه اټکل کړې و چې سياسي کارپوهان پوښتنه کوي چې اوس زياتو ناخوالو دننګرهار  او د هېواد د ختيځ لمن نيولې ده، مسوولان د قدير د خبرو په باره کې  کوم ځواب لري ؟
دغه کارپوهان وايي ښه به  وي چې د دغه  جهادي قوماندان خبرې  جدي وبلل شي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته