سیاست

تبصره :

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ٦ :
په کانونو پانګونه  او له دغه شان سرچينو څخه استفاده دمتقابلې ګټې پربنسټ  ترسره کيږي چې نه شي کيداى  سياست اوسليقه پکې ځاى ونيسي .
دباخترآژانس مبصر ليکي :
افغانستان هغه هېواد چې سترې طبيعي زيرمې لري او کيداى شي  داقتصادي او سيمه ييز تعامل لپاره يو مناسب امکان  او ځاى وي په دې ترڅ کې  دترانزيت ، سوداګرۍ او  داوبو دزيرمو په ګډون نورو اقتصادي فرصتونو  او کرنيزو امکاناتو ددې زمينه برابره کړې ده چې دسيمې   او نړۍ هېوادونه په هدفمندې پانګونې اوپه دوه اړخيزې ګټې سره ډګر ته ور ودانګي، هم په خپله ګټه واخلي او هم افغانانو ته دکار او کسب زمينه برابره کړي .، بيوزلي او اقتصادي ستونزې چې په افغاني ټولنه کې  دزياترو ستونزو عامل دى ، کمې کړي اوپه دې ترتيب   دهغو  ستونزو پيټۍ  چې نړيوالې ټولنې  دافغانستان له پلوه  زغملى دى ، په اوږو  واخلي .  خو له بده مرغه  له اقتصادي مسئلو سره چلند هم په افغانستان کې  دسيمه ييز  سياست اوسياليو ترسيوري لاندې خپل رنګ بايلي اوپه داسې حال کې چې دافغانستان ددولت او خلکو ټينګار دا دى چې بايد اقتصادي اړيکې دسياست  اودسياسي معاملو ترسيوري لاندې بې خونده نه شي .
داسې نښې نښانې تر سترګو  کيږي .يو هندي کنسرسيوم  چې له يوه کاناډايي شرکت سره يې   څوکاله مخکې  په داوطلبۍ  کې دحاجيګګ په کان کې په پانګونه کې بريالى شوى و په دغه کان دپانګونې په  مقصد دخبرو له دوام څخه  چې په نړۍ کې داوسپنې ډير ستر کان دى ، تيرشوى دى . سره له دې چې  دهند دحکومت رسمي سرچينو دغه شان خبرونه رد کړي دي  خو دهندي سايل شرکت  مسوولينو چې بايد   دحاجيګګ په کان کې دپانګونې په برخه کې  دافغانستان له دولت سره خبرې وکړي ، په دې اړوند  نظر نه دى څرګند کړى . دغه شرکت بايد نږدې درې  کاله مخکې  يعنې په  ٢٠١٢ميلادي کال کې په دغه کان کې  دپانګونې په باب خبرې پاى ته رسولې واى . خودغه خبرې تراوسه پورې نه دي بشپړې شوي آن کولاى شو ووايو دخبرو دبهېر په نه تعقيبولو سره  دکان برخليک له ابهام سره مخامخ شوى دى او دا دافغانستان دخلکو په ګټه نه دى .
سره له دې چې  دحاجيګګ دکان په برخه کې دهندي کنسرسيوم  رسمي دريځ روښانه  نه دى خو ځينې خبري سرچينو ويلي دي  چې دغه شرکت  په دغه کان  دکار له دوام څخه  لاس اخيستى دى . او دغه تصميم دوروستيو سيمه ييزو انکشافاتو ترسيوري لاندې  ونيول شو.
سياسي کارپوهان وايي  چې  ښايي دغه حرکت  دافغانستان  دملي امنيت دادارې  او دپاکستان داستخباراتي سازمان تفاهم ليک پورې اړه ولري ، هغه تفاهم ليک چې تراوسه پورې په کابل کې بشپړ شوى نه دى  اوپه خپله افغانان  دهغه په نسبت  نيوکې لري .
دغه راز په افغانستان کې امنيتي ستونزې دهندي کنسرسيوم دتيريدو يو بل عامل بلل شوى دى  .
په هر ترتيب هغه څه  چې وويل شول ددې څرګندوى دي  چې  په افغانستان کې پانګونه دسياست او سيالۍ په سيوري کې ترسره کيږي چې نه شي کيداى  دهغو  ژمنو ځواب وي چې  له افغانانو سره دملاتړ او يا همکارۍ په دوام کې شته.
له بلې خوا  دډګر تشول نه يوازې ستونزه نه حل کوي بلکې  تشې اونيمګړتياوې لا پسې زياتوي . او که چېرې امنيتي ستونزې دتيريدو عامل وبلل شي  ددغې ستونزې حل کول نورې زياتې لارې لري، زموږ له خلکوسره مرسته ، پانګونه او ديو مناسب اقتصاد درامنځته کولو لپاره مرسته  کولاى شي  درښتينو دوستانو  خاطرې  زموږ دخلکو په ذهن او روان کې ثبت کړي نه له هغو حياتي پروژو څخه تيريدل چې زموږ له خلکو سره دژمنې ، دوستۍ او دريدو څرګندوى دى.
په دې ترڅ کې  دافغانستان دخلکو هيله دا ده  چې  زموږ په هېواد کې په سترو
اقتصادي پروژو کار  بايد دعينکودمسو دکان اودحاجيګګ داوسپنې دکان په شان سيالي نه وي . په شرايطو اوفرصت سره محاسبه نه شي  بلکې اجرائيوي اړخ پيداکړي نه  اقتصادي اوسياسي تړلتيا چې  زموږ ستونزې کمښت ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته