امنیت

ديوې ځوانې نجلۍ مرموزه وژنه .

کابل باختر دزمري اوولسمه :
په بدخشان  کې يوه ځوانه نجلۍ  وژله شوې ده .
دبدخشان دوالي وياند احمد نويد فروتن دباختر اژانس خبريال ته وويل: دکشم ولسوالۍ دنجونو دشهيد دليسې داتم ټولګي زده کوونکي  پنځلس کلنه چمن ګله تيره شپه په خپل استوګنې په کور کې په مرموز  ډول وژله شوې ده .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونوله مخې، ددغې  نجلۍ کورنۍ ددې دوژل په باب پوليسو ته خبرنه و ورکړى او ددې دجنازې دښخولو په لټه کې و  چې پوليسو دموضوع  په باب خبر ترلاسه کړ او څيړنې او تحقيقات يې پيل کړل .
  فروتن زياته کړه: پوليسو دوژلې شوې ورو چې ١٨ کلن دى دقضيې په اړوند نيولى دى  خو ده په خپلو څرګندونوکې ويلي  دي چې دخپلې خور په وژل کيدو خبر نه دى .
ددغې نجلۍ مور وايي چې لور يې په خپله ځان وژلى دى خو پوليس په دې باب څيړنو ته دوام ورکوي . چې ددغې وژنې اصلي عامل او علت پيداکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته