ټولنه

د مبارکی پیغامونه

کابل / د چنګاښ ۲۹مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني، د جمهوري رياست د مرستيالانو، د کابينې د غړیو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو د رييسانو، د سترې محکمې د رييس، د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان د ټول ملت په نامه د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د مبارکى پيغامونه باختر آژانس ته رسېدلي دي.
په پيغامونو کې د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د ښو مبارکيو او نېکو هيلو د څرګندولو ترڅنګ، د الله (ج) له درباره هيله شوې ده چې د دغو نېکمرغو ورځو په برکت په هېواد کې سراسري سوله، امنيت او د قانون واکمني ټینګه شي.
دغه راز په پيغامونو کې د هېواد او خلکو، ځمکنۍ بشپړتيا، خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او د ملي او اسلامي ارزښتونو د دفاع او د وروستيو دوو لسيزو لاسته راوړنو د ساتنې په برخه کې د هېواد د زرړو امنيتي او دفاعي ځواکونو د ميړانې او سرښندنو قدرداني شوې ده.
په همدې ترتيب په پيغامونو کې ټينګار شوى دى چې وسله وال مخالفين دې د جګړې، ويجاړولو او د بې ګناه او بې دفاع خلکو د وينې له توييولو څخه لاس واخلي او سوله او روغې جوړې ته چې د الله (ج) امر دى؛ مخه وکړي او په هېواد کې وروروژنه پاى ته ورسوي.
همدارنګه په یادو پيغامونو کې په اوسنيو سختو شرايطو کې ملي پيوستون او پتمنې سولې ته اشاره شوې ده او د فساد او نورو ټولنيزو ناخوالو پرخلاف مبارزې ټينګار شوى دى.
دغه پيغامونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د يوشمېر وزارتونو او دولتي ادارو، باختر اطلاعاتي آژانس، په بهر کې د افغانستان د نمايندګيو او سفارتونو، خصوصي اتحاديو، فرهنګي او ټولنيزو بنسټونو، قومي شوراګانو، د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو او د دولتي او خصوصي ښوونځيو د مسوولينو له خوا رارسېدلي دي.
ختم-ج -ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته