کابل / د وري ۱۱مه / باختر
د زابل په شهرصفا ولسوالۍ او جلدک کې یو استنادي دېوال او یو کانال جوړ شول او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د زابل د کلیو د بیارغاونې او پراختیا رییس محمد سلیم بریالی وايي چې د یاد دېوال او کانال په جوړېدو سره ۸۰ جریبه ځمکې ته اوبه برابرې شوې او ۱۴۰جریبه نوره ځمکه د سېلاو له ګواښ څخه وژغورل شوه.
په ورته وخت کې د سيمې خلک وايي چې په دې سره به يې کرنیز محصولات زيات او اقتصاد به يې ښه شي.
پای/وصال