خبرونهامنیتTOP

لسګونه ساتنمنان د کابل ملي پوليسو روزنيز مرکز له قوماندانۍ څخه فارغ شول

کابل، د سلواغې ۵مه، باختر
لسګونو ساتنمنانو، نن د کورنیو چارو وزارت اړوند د کابل ملي پوليسو روزنيز مرکز له قوماندانۍ څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت کابل کې جوړه شوې غونډې ته د کورنیو چارو وزارت اداري معين لوی پاسوال مولوي نور جلال جلالي، فارغانو ته په خطاب کې وويل: “تاسو د اسلامي نظام ساتنه کوئ، هغه نظام چې په ډېرو قربانيو سره په هېواد کې واکمن شوی او د دغه نظام ساتنه او ملاتړ د هر افغان مسئولیت دی”.
مولوي جلالي، له فارغانو څخه وغوښتل چې له هېوادوالو سره ښه او نرم چلند وکړي او له خپلې زده کړې او تجربې څخه ښه استفاده وکړي.
هغه، دغه راز پر فارغانو غږ وکړ چې د اسلامي نظام د ساتنې، د هېوادوالو د خدمت او د قانون د پلي کولو په لاره کې دې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.
همدا رنګه، د کابل ملي پوليسو د روزنيز مرکز قومندان مل پاسوال مولوي عبدالله یاسر وویل چې د دغه روزنيز مرکز د څلور میاشتني کورس له لومړنۍ روزنیزې دورې څخه ۱۳۶ ساتنمنان فارغ شوي دي.
هغه هم له فارغانو څخه وغوښتل چې له خپلو زده کړو څخه د اسلامي نظام د ساتنې او د ځورېدلو افغانانو د هوساینې لپاره سالمه استفاده وکړي او په خپلو ځانونو کې دې تقوا، صداقت او اخلاق پیدا کړي.
په ورته وخت کې، د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت ملکي مرستیال پاسوال شیخ محمد نظر، د انسان د فکر او ذهن د سالمې روزنې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې اوسمهال تر هر وخت ښه، په هېواد کې د شریعت پر بنسټ فکري او ذهني تربیت او زده کړې ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت په رهبري کې سالمه عقیده شتون لري او تربیت یې هم سالم دی؛ نو اوس د دې وخت دی چې ټول افغانان په سالمې عقیدې او سالم تربیت سره د نظام د ساتنې لپاره هر ډول قربانیو او سرښندونو ته چمتو واوسي.
د غونډې په دوام، نورو ویناوالو هم د موضوع اړوند خبرې وکړې او د ملي پولیسو پر عقیدتي او مسلکي زده کړو او روزنې یې ټینګار وکړ.
د غونډې په وروستۍ برخه کې، فارغانو خپل رزمي نمایشات او مهارتونه ترسره کړل او مسئولینو هم پر فارغانو تصدیق پاڼې ووېشلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته