هرات باختر دغبرګولي دمياشتې ٦ :
د ولسي جرګې هيئت د سرحدي ادارو د کړنو د څيړنې په موخه هرات ته ورسيد.
دغه هيئت چې د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کميسيون مرستيال غلام سرور فايز او د دغه کميسيون غړي محمدسرور عثماني فراهي او محمدهاشم مهدوى پکې شامل دي، د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کميسيون د رئيس سيدمحمدحسين شريفي بلخابي په مشرۍ هرات ته رسيدلى دى.
هيئت د هرات له والي محمدآصف رحيمي سره په کتنه کې د خپل سفر موخه د تورغندي او اسلام قلعه په بندرونوکې د اداري فساد څيړنه او څارنه اعلام کړه.
دغه هيئت به د کميسارۍ، ترانسپورت، ګمرک، نفتي توکو او د نورم او ستندرد د ادارو د اجرااتو د بهير د څيړنې په موخه اسلام قلعه او تورغندي بندرونو ته لاړشي.
0 1 دقیقه لوستل