ټولنه

تبصره

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٤ :
په افغانستان کې د ښوونکي ورځ په داسې حال کې نمانځله کيږي چې په دغه هېوادکې ښوونکي خپلې جدي او مشخصې ستونزې لري. دوى مرستې او همکارۍ ته اړتيا لري، خو هغه څه چې هيله کيږي؛ له دوى سره مرسته نه ده شوې او ملاتړ يې نه کيږي.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
د تلې د مياشتې ١٤په هېواد دښوونکي له ورځې سره برابره ده. په دې ورځ  د ښوونکو د معنوي مقام درناوى کيږي .
که چېرې په هېوادکې د ښوونې او روزنې اوسنۍ فضا ته پاملرنه وکړو؛ زياتې خبرې شته چې بايد په ډاګه شي.  ښوونکي  د ناوړه اقتصادي حالت له امله کړيږي؛ نا امنۍ، اقتصادي بيوزلۍ او ټولنيزو ناخوالو د هغوى رواني مصوونيت  ته سخت  زيان اړولى دى. نن  ورځ  په  افغانستان کې  کابو يوسلو  اتيا زره  تنه ښوونکي د څه د پاسه نهو مليونو تنو زده کوونکو د لوست مسووليت په غاړه لري خوکاري چاپيريال او اقتصادي او ټولنيزحالت سم او ډاډمن نه دى.
په هېواد په تېره بيا په لرې پرتو او کليوالي سيموکې ښوونکي د پخواپه شان د وسله والو مخالفينو تر ګواښ لاندې دي. په وروستيوکلونوکې موږ د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ښوونځيو په ښوونکو او زده کوونکو او د پوهنې په تاسيساتو د بريدونو شاهدان يو، يوشمېر ښوونکي شهيدان شول ، زده کوونکي وځورول شول او د پوهنې تاسيسات دړې وړې شوي دي. په  نا امنو سيموکې د ښوونکو او زده کوونکو پرمخ د ښوونځيو د دروازو تړل کيدل د دې سبب شوي دي چې په زر ګونو تنه زده کوونکي ښوونځيو ته له يون څخه بې برخې پاتې شي او په سلګونو تنه زده کوونکي ونه کړاى شي لکه څنګه چې لازمه ده خپلې دندې ترسره کړي.
په ښارونوکې د تروريستي او وسله والو بريدونو په شتون کې د لوست فضا له انديښنې او ګډوډۍ سره مخامخه ده. يوازې ناوړه امنيتي حالت نه دى چې په هېوادکې د پوهنې کارکوونکي کړوي، زموږ ښوونکي د استوګنځي د نشتوالي، او کموعوايدوله امله اقتصادي ستونزو، غيرمعياري لوست او له نورو ستونزو سره  لاس او ګريوان دي .                                                                                              
د استوګنې د نمرو د ويش او د مياشتنيو معاشونو د زياتوالي په  برخه  کــې  د مسوولينو ژمنې کمزورې او سطحي عملي شوې دي  او دا کار د دې سبب  شوى دى  چې زموږ ښوونکي ونه کړاى شي خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي .
د تلې د مياشتې ١٤مه يا د ښوونکي ورځ کيداى شي د نظام د مسوولينو لپاره  يو فرصت وي چې و وايي د پوهنې او دپوهنې د کارکوونکو په وړاندې يې څه وکړل؟ کومې ژمنې يې وکړې او که چېرې دغه ژمنې نه دي عملي شوي؛ علت په  کوم ځاى کې دى؟ 
بايد د تلې د مياشتې ١٤ يوه کليشه يي ورځ نه وي، دغه ورځ بايد په ټولې مانا او اړخونو سره يې زموږ خلکو ته معرفي شي او د پوهنې په وړاندې زموږ د خلکو مسووليتونه مشخص او نوي شي. په دې ترڅ کې د هېواد ښوونکي او زده کوونکي له وسله والومخالفينو څخه غواړي چې په هېواد کې دلوست او زده کړې فضا سياسي نه کړي او د پوهنې په کارکوونکو بريد ونه کړي او د ښوونکو له وژنې، زده کوونکوله  ځورونې او د ښوونځيو له ويجاړولوڅخه دې لاس واخلي او د تعليم او تحصيل حق چې دلوى خداى (ج) امر او د اسلام د ستر پيغمبر حضرت مصطفى (ص) ارشاد دى؛ درناوى وکړي.
ښوونکي روښانه ضمير او دروندمسووليت لري، نو دا د ټولنې غړي دي چې بايد د سترو دندوپه ترسره کولوکې د پوهنې له کارکوونکوسره مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته