ښوونه او روزنه

په بلخ کې دوو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړيږي

کابل/ باختر/ دوري دمياشتې ٢٨مه
په بلخ ولايت کې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د پروګرام له            خوا د اوو ميليونو افغانيو په لګښت دوو ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړيږي .
باختر آژانس د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ولسي تړون د پروګرامونو د عامه اړيکو ادارې د معلوماتوله مخې خبر راکړ: دغه ښوونځي د ٦١٦ متر مربع په مساحت د کليوالي پروژو ترچترلاندې د ولسي تړون پروګرام له خوا د بلخ ولايت  د نهرشاهي ولسوالۍ په بابه يادګار کلي کې جوړيږي او په هرې ودانۍ کې به ١٢ درسي او اداري خونې او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
د دغو ښوونځيو په جوړيدو سره زده کوونکو ته د زده کړې ښه او مناسبه فضا برابره شي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته