ټولنه

د يکاولنګ خلکو د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ

کابل / د غبرګولي ٢۸مه / باختر
د باميانو د يکاولنګ ولسوالۍ خلکو د یوې غونډې په ترڅ کې له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د يکاولنګ ولسوالۍ يوشمېر فرهنګيانو، مجاهدینو، مخورو، عالمانو، ښځو، ځوانانو، مدني فعالانو، د باميانو د والي سيد انور رحمتي، پوځي مسوولينو او د دولتي ادارو د رييسانو په ګډون يوه غونډه کې له جمهوري نظام او د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره خپل هر اړخيز ملاتړ اعلام کړ.
په دې غونډه کې د باميانو والي سيد انور رحمتي د باميانو د امنيتي او دفاعي اتلو ځواکونو د وروستيو شهيدانو روح ته په دعا سره د دغې ولسوالۍ د خلکو د ملاتړ په خاطر مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه په ټول توان سره د افغانستان د خلکو د قسم خوړلو دښمنانو په مقابل کې مبارزه کوي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته