امنیت

د طالبانو د ډلې يو سرګروپ ووژل شو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٣
د وسله والو طالبانو يو سرګروپ له  دووتنو افرادو سره يې  په لغمان ولايت کې  د افغان ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې ووژل شو، دوه ته طالبان ټپيان او دوه
تنه مشکوک کسان ونيول شول .
دلغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل :   دغه عمليات
د ذوالفقار شپاړلس په نامه  دوه ورځې مخکې دافغان ګډو ځواکونو له خوا الينګار ولسوالۍ په دريو استقامتونو پيل شول .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې :  په دغو عملياتو کې دطالبانو يو مشهور قوماندان زرقاوى له دوو تنو افرادوسره يې  ووژل شو اوه تنه طالبان ټپيان او دوه تنه مشکوک  کسان له طالبانو سره دهمکارۍ په تور ونيول شول  .
دسرحدي دڅرګندونو له مخې :  ددغو عملياتو په بهير کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو يوه  ديپو هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلى ده.
ددغو عملياتو په بهير کې دشيخ حبيب ، توري قلعه ، اعظم قلعه کوتاخيلو ، شورا آبادچهارقلعه ، مياخيلواو دالاجيګرسيمې د طالبانوله شتون څخه پاکې شوي دې
ده زياته کړه په دغو عملياتو کې افغان ځواکونه زيانه نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته